خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د بغلان او وردګو تراژدي

واحد فقیري

په داسي حال کي چي د قطر د اعلامیې رنګ لا نه دی وچ سوی، امریکايي او د کابل رژیم قواوو په بغلان او وردګو کي په دوو جلا جلا حملو کي ملکي او بې دفاع خلګ قتل کړل.

په بغلان کي، اشغالګرو امریکايي او د افغان رژیم عسکرو په ګډو بمباریو کي په یوې کورنۍ کي یوه مور او د هغې شپږ تنه ماشومان قتل کړي دي، او د ماشومانو پلار یې ټپي کړی دی.

محلي خلګو د قتل سویو افغانانو جسدونه پلخمري ته انتقال کړي ول، او هلته یې د اعتراض په توګه لویه لاره بنده کړې وه. هغوی د «مرګ پر امریکا» او «مرګ پر غني» شعارونه ورکول.
بلخوا، په وردګو کي پر یوه روغتون باندي د عملیاتو په ترڅ کي افغان عسکرو دوه تنه ډاکټران، دوه مریضان، او یو تن محافظ په بېرحمانه توګه قتل کړي دي. حال دا چي د قطر اعلامیه مشخصا وايي چي روغتونونه، مکتبونه، او ملکي کسان باید په نښه نه سي.

د قطر د اعلامیې له سپارښتونو څخه د کابل د رژيم او امریکایانو سمدستي سړغړونه په کلکه غندم، او دا یو جنګي جرم او جنایت ګڼم. د بغلان او وردګو له قربانیانو سره خپله خواخوږي اعلاموم، او پر امریکايي قواوو او د هغوی پر مزدورو افغان مسلح قواوو باندي د خدای لعنت وایم.

په بغلان کي، د مظلومو او زړورو افغانانو د اعتراضونو کلکه دفاع کوم، او پر ټولو افغانانو باندي ږغ کوم چي د امریکايي اشغالګرانو او د هغوی د داخلي مزدورانو د جنایاتو په مقابل کي چوپ او بې تفاوته پاتي نه سي، او پراخو مدني اعتراضونو ته مخه کړي، کنې په بل صورت کي به مدام قتل او وژل کېږي.