خلیلزاد: د بېجینګ درې اړخېړه ناسته
واحد فقیري
پرون مو د چین او روسیې سره د افغانستان د سولي په اړه ملاقات لاره. پدې مجلس کي پاکستان هم د څه وخت لپاره راسره اشتراک وکړ.
موږ پدې موافقه وکړه چي د طالبانو، افغان حکومت او نورو افغانانو تر مینځ باید سمدستي بین الافغاني خبري پیل سي. دا مذاکرات باید ژر تر ژره د سولي د یو چوکاټ طراحي وکړي، او د آینده لپاره یو داسي همه شموله سیاسي طرح وړاندي کړي چي د ټولو افغانانو لپاره د منلو وړ وي.
موږ دغه راز موافقه وکړه چي تشدد باید همدااوس راکم سي، او یو دایمي اوربند باید د بین الافغاني مذاکراتو د شروع کېدو سره سم پیل سي. موږ همدارنګه موافقه وکړه چي نور ذیدخیله هیوادونه به هم پدې پروسه کي راګډوو. او دا کار به ډېر ژر کوو.