خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

طالبان له جاپانه غواړي چي د امریکا په وتلو کي نقش ولوبوي

واحد فقیري

شیر محمد عباس ستانکزی وايي هیلمن دی چي د جاپان په شمول اروپايي او اسیايي هیوادونه له افغانستانه د امریکايي عسکرو د وتلو په پروسه کي د ضامنانو نقش ولوبوي.

ستانکزي د جاپان یوې ورځپاڼي ته په یوې تازه مرکې کي ویلي دي،«د موافقې د مسودې پر اساس، زموږ تر مینځ به دا موافقه د ضامنانو په حضور کي اعلام سي. زه امید لرم چي مقتدر اسیايي‌ او اروپايي ملکونه به ضامنان وي. جاپان یو مهم هیواد دی. جاپان ښايي د دې کار لپاره یو کاندید وي.»

دا جاپانۍ ورځپاڼه وايي دا لومړی ځل دی چي طالبان د امریکايي قواوو د خروج په هکله د جاپان د ښکېلتوب خبره کوي.

جاپانی اخبار لیکي کله چي د ستانکزي څخه د انتخاباتو په اړه سوال سو، هغه وویل،«که چیري د جمهوري ریاست انتخابات د امریکايي عسکرو د وتلو د موافقې مخکي وسي، موږ به حملې باندي وکړو. د اشغال لاندي هر راز انتخابات نامشروع دي. موږ به هیڅکله دا و نه منو.» (منبع: د مېنیچي)