خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

خلیلزاد: امریکا له افغانستانه په منډه فرار نه کوي

واحد فقیري

خلیلزاد د پنجشنبې په ورځ د ویډیو کانفرانس له لاري په واشنګټن کي یوې ډلي ته وویل،«امریکا به په منډه له افغانستانه و نه وزي.» هغه زیاته کړه،«موږ غواړو چي په افغانستان کي ښه او مثبت میراث پرېږدو. موږ د خروج موافقه نه غواړو، بلکي موږ د سولي موافقه غواړو.»

د امریکا د خارجه وزارت مرستیاله، اغلې الیس ویلز، چي پدې ناسته کي يې اشتراک کړی وو، وویل،«که چیري اوسنی او یا آینده افغان حکومت د ښځو حقوق پایماله کړي، یا پر هغوی باندي ظلم وکړي، او یا د افغان مېرمنو سره د دوهم کلاس ښاري په شان چلن وکړي، بین المللي ټولنه به د هغه حکومت سره خپلي مرستي بندي کړي.»

اغلې اصیله وردګ له کابله د ویډیو کانفرانس له لاري وویل داسي برېښي چي طالبانو د ښځو په برخه کي عصري نظر خپل کړی دی. هغې وویل چي د لومړي ځل لپاره يې د طالبانو سره په دوحه کي ملاقات وسو. (اسوشیټډ پریس)