خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

ولسي تحریک: دولتي ادارو کې دې د احمدشاه بابا انځور ونښلول شي

په کابل کې د افغانستان ولسي تحریک سیاسي حرکت د لوی افغانستان د بنسټ اېښودو ۲۷۲ مه کالیزه ونمانځل .

د ولسي تحریک له لوري په یوې رابلل شوې ناسته کې له حکومت غوښتنه وشوه چې د افغانستان د بنسټ اېښودونکي احمد شاه بابا انځور دې دولتي ادارو کې په رسمي ډول ونښلول شي.

د ولسي تحریک غړي وایي، دا چې ځوان نسل ته يې د هغوي د نیکونو او پلرونو د مېړانې تاريخ ورته تل په یاد کړی وي نو د کابل پوهنتون دې د احمد شاه بابا او پولتخنیک پوهنتون دې د حاجي میرویس خان نیکه په نوم و نومول سي.

بلخوا د دې تحریک غړي وائي چې دوي د امریکا او طالب استازو تر منځ روانې دسولې له خبرو ملاتړ کوي .

دلته په کابل کې د ولسي تحریک له لوري د افغانستان د بنسټ اېښودو د ۲۷۲ کالیزې په مناسبت ناسته رابلل شوې او له حکومت غوښتنه وشوه چې د چنګاښ ۲۵ نیټه دې هر کال د ملي جنشن په توګه ونمانځل شي.

د دې بنسټ غړو د یوې اعلامیې په خپرولو سره له حکومت غوښتنه وکړه چې د افغانستان د بنسټ اېښودونکي احمد شاه بابا انځور دې په ټولو دولتي ادارو کې په رسمي ډول ونښلول شي.

ولسي تحریک په خیبر پښتونخوا کې د منظور پښتون په مشرۍ د پښتون ژغورنې له روانو حرکتونو ملاتړ کوي او وايي اړتیاده چې دغه غږ له کابله هم په جدي ډول بدرګه شي.