د ولسمشر غني جرئت او دقت
اېمل پیاوړی
د سولې په برخه کې دوه شیان نهایت مهم دي چې یو جرئت او بل دقت دی او ولسمشر غني دا دواړه هم لري او هم یې ښه اعمالوي، نوموړي له ګلبدین حکمتیار سره د همغه جرئت او دقت له مخې چې درلود یې د سولې پروسه د بریالیتوب پړاو ته ورسوله او نوموړي څو ورځې وړاندې پلازمېنې کابل کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل، ”صلح با جناب حکمتیار و حزب اسلامی جرأت می خواست. لودین صاحب ستاسو په یاد دي او نورو مشرانو، زه په ډېرو شیانو ګذشت لرم، اما تاسوته معلومه نشوله هماغه اختر کې چې د سولې مقابل کې هر خنډ چې وي زه حاضر یم په قاطعیت رفتار وکړم. نن جناب حکمتیار صاحب کاندید دی د ولسمشرۍ د افغانستان، خدای دې راولي، خدای دې وکړی چې ولس ورته رایه ورکړي. دا معلومه ده چې اراده د سولې په نیت بدلېدای شي او مونږ واضح نتایج ورڅخه اخیستی شو. “
که چېرې همدغسې جرئت او دقت نه وای، نو په لومړي ګام کې به سوله له حزب اسلامي سره نه وای بریالۍ شوې، په دویم ګام کې که بریالۍ شوې هم وای موقته به وای او خدای مکړه د میاشتو او کال په تېرېدو سره به په بحران او جنګ بدله شوې وای او بیا به نو حکمتیار دا چانس نه لری چې د هیواد په داخلي کې د سیاسي فعالیت او ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندېدو حق او اجازه ولري.
همدارنګه د تېر کوچني اختر په شپو ورځو کې چې ولسمشر غني اوربند اعلاناوه، نو په نورو وېره ګډه وه او وارخطا وو چې څه به وشي او یا څه کېدونکي دي؟ مګر ولسمشر غني بې چوخسه اوربند نه یوازې اعلان کړ، بلکې سم یې مدیریت کړ، ځکه چې نوموړي له خلکو سره د لیدنو او مشورو پرمهال دا هر څه دقیق سنجولي وو.
همدارنګه یې د کابل پروسې ناسته کې رسما طالبانو ته بلنه ورکړه چې راشئ د سولې مذاکرات ومنئ هر چېرې چې غواړئ موږ به دفترونه درکړو، د سیاسي ګوند په توګه به مو ومنو او بې قید او شرطه به درسره سوله وکړو او د بین الافغاني مذاکراتو له لارې به شته ستونزې او ناخوالې د هر اړخیزو او دقیقو بحثونو په پایله کې حل او فصل کړو. مګر وسله والو طالبانو لا هم دغه بلنه نه ده منلې، ځکه چې یو خو په خپل واک کې نه دي او بل د بحث لپاره څه نه لري، دوی پردۍ اجنډاوې او پردی جنګ پر مخ بیایي.
په وروستي ځل په اسلام اباد کې له افغان کډوالو سره د وینا پرمهال یو ځل بیا وسله والو طالبانو ته بلنه ورکړه چې که سوله وکړئ، نو موږ چمتو یوو چې په حکومت کې سهم درکړو، مګر دا د دې لپاره نه درکوو چې تاسو زورور یاست، بلکې د دې لپاره یې درکوو چې غم مو راوړی دی وطن او خلکو ته او موږ غواړو چې دا غم پایته ورسېږي. د ولسمشر غني دا او دېته ورته بلنې، اقدامات او کړنې د هغه دقت او جرئت په اساس دي چې نوموړی یې لري، نو وسله والو طالبانو ته ښایي چې له دغه فرصت څخه په ګټه اخیستنې د ولس دغې لویې هیلې او غوښتنې ته چې تلپاتې سوله ده لبیک ووايي.