خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

شهید داود خان د مور په غېږ کي

د دې ښځي په غېږ کي کوچنی د ۱۹۰۹م کال د جولای پر اتمه په کابل کي وزېږېدی. پلار یې محمدعزیز نومېدی. کوچنیوالی یې د پلار تر سیوري لاندي تېر کړ. دودیزي زدکړي یې وکړې. ورپسې د حربي زدکړو له پاره فرانسې ته ولاړ.
د زدکړو تر ختم وروسته وطن ته راغی، کورنی نوم یې محمدداود وو، خو د وخت مطبوعاتو سردار محمد داود خان باله. دولتي دنده یې شروع کړه، والي سو، نائب الحکومه سو، د دفاع وزیر سو، پسي صدراعظم سو. بیا لس کاله پر کور کښېنوست. د لس کلن فکر نتیجه یې دا سوه چي:
د ۱۳۵۲ش کال د سرطان پر شپږویشتمه [نن هماغه ورځ ده] یې شاهي ټغر ورټول کړ او د افغانستان لومړی جمهور رئیس سو.
ځیني وایي ښه یې وکړه ځیني وایي له هماغي ورځي پر افغانستان د غم سنګړه راولوېده.
تر پنځه کلني واکمنۍ وروسته د ۱۳۵۷ش کال د غوایي پر اوومه یې د فامیل له اکثر غړو سره تر وطن ځان قربان کړ.
خدای دي ټول مړه وبخښي!
مطيع الله روهيال