خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

عنایت الله خان د امان الله خان مشر ورور

په عکس کي ولاړ سړی سردار عنایت الله خان نومیږي. دی د امیر حبیب الله خان زوی او د امیر امان الله خان مشر خو ناسکه ورور وو. تر امان الله خان وروسته د څلورو ورځو له پاره د افغانستان پاچا سو.
په څلرمه ورځ یې استعفی وکړه او پاچاهي بچه سقاو حبیب الله کلکاني ته پاته سوه. عنایت الله خان تبعید سو. د ژوند پاته ژوند یې په ایران کي تېر کړ او په ۱۹۴۶م کال په تهران کي مړ سو.
څنګته ولاړه ښځه یې مېرمن ده. فخریه نومیږي د محمود طرزي لور ده. په دې حساب نو عنایت الله خان و امان الله خان سره باجګان هم ول.
ورسره ولاړ هلک یې زوی خلیل الله دئ. دا هلک په شاهي کورنۍ کي نازولی وو او په خلیل الله عنایت سراج مشهور وو. د عکسونو زښت شوقي وو. د شاهي کورنۍ د عکسونو لوی البوم د دغه هلک ملکیت دئ. د دغه البوم د عکسونو شمېر زرونو ته رسېدی چی د شاهي کورنۍ د غړو تر څنګ د سراجي او اماني دورې د مشهورو خلګو، عالمانو، پوهانو او سیاسیونو اکثر عکسونه پکښې ول.
ما د دغو عکسونو ډېری لیدلي چي د عکسونو د څښتنانو له خوا د هغوی په خپل قلم لیکلي یادښتونه پر لیکل سوي او نوموړي خلیل الله عنایت سراج ته د یادګار په شکل تقدیم سوي ول.
د دغه البوم زیاته برخه نانسي هیچ دوپري ته په لاس ورغلې، هغې ډیجیټل او انلاین کړه. ما دیارلس کاله پخوا د دغه البوم زیاته برخه له نیټ څخه راخیستې او ساتلې وه، خو نن مي وغوښتل مهم عکسونه یې درسره شریک کړم پخپلو کمپیوټرونو کي مي ونه موندله.
په دغو عکسونو کي د امان الله خان له کوچنیوالي څخه نیولې تر امارت، جلا وطنۍ، خوندونو و پرېشانیو ټول هغه پکښې شامل دي. هیله ده کوم بل ځوان دا عکسونه پیدا او د لازمو وضاحتونو سره مل یې د خپلواکۍ د سلمي کلیزي په مناسبت راسره شریک کړي.
خلیل الله عنایت سراج په دغه عکس کي هم په غالب ګومان کېمره بغل ته اچولې ده.
خدای دي پر ټولو ورحمیږي!
مطيع الله روهپال