خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

خلیلزاد په واشنګټن کي د افغان سولي لپاره لابي کوي

خلیلزاد په واشنګټن کي دی. دلته په کانګرس کي د سناتورانو، د ولسي جرګې د وکیلانو، او د نورو عالي رتبه مامورینو سره سلا مشورې کوي، او له هغوی څخه د افغانستان د سولي په اړه حمایت غواړي.

د امریکا مشهور دیموکرات سناتور، ډیک ډربین، په خپل ټویټر کي لیکي،«له خلیلزاد سره مي ملاقات وکړ. د افغانستان جنګ د امریکا اوږد جنګ دی، او زه د خلیلزاد له هغو هلو ځلو حمایت کوم چي د افغان کشالې لپاره سیاسي حل لټوي.»

د جرمن خاص استازي: هند باید د طالبانو سره د خبرو حمایت وکړي

د افغانستان لپاره د جرمن خاص استازی، مارکوس پوتسل، د هند حکومت دېته هڅوي چي د طالبانو سره د روانو خبرو حمایت ملاتړ وکړي.‌ پوتسل وايي بین المللي ټولنه غواړي چي هند د افغان د سولي په پروسه کي ستر نقش ولوبوي.

پوتسل په هند کي دی،‌ او غواړي له هندي چارواکو سره د قطر د بین الافغاني خبرو په اړه خپل معلومات شریک کړي.‌

پوتسل وايي،«زه هند ته د مشورو د ور کولو لپاره نه یم راغلی، مګر زه هیلمن یم چي د هند حکومت د سولي په اړه خپل موقف روښانه کړي. جرمني غواړي چي هند د افغانستان د سولي په اړه په بل سیمه ایز کانفرانس کي برخه واخلي.» ( د هندو)