جهاني بانک: د طالبانو سره سوله به د افغانستان اقتصادي وضع بهتره کړي

واحد فقیري
جهاني بانک: د طالبانو سره سوله به د افغانستان اقتصادي وضع بهتره کړي
جهاني بانک وايي په ۲۰۱۸ کي د افغانستان اقتصاد فقط ۱،۸ ٪ فیصده وده کړې ده، او د دې سوکه او مړژواندي اقتصادي انکشاف اصلي عوامل روان جنګ، وچکالي، او سیاسي بې ثباتي او ابهام دی چي د فقر کچه به لا جګه کړي.
نړیوال بانک وايي،«د طالبانو سره سیاسي مصالحه او تفاهم به د اقتصادي انکشاف سره زیاته مرسته وکړي. اعتماد به جګ کړي. پانګه او مسلکي کارګران به بېرته افغانستان ته راستانه کړي.»
د جهاني بانک رپوټ وايي چټک اقتصادي انکشاف به یوازي د امنیتي شرایطو د ښه کېدو په حالت کي راسي.(امریکا ږغ انګلیش)