خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

امریکايي ماډله: حامد وردګ جنسي تېری باندي کړی دی

واحد فقیري

یوه ۲۹ کلنه امریکايي ماډله، سارا ګوولډن، ادعا کوي چي د افغانستان د پخواني د دفاع وزیر، رحیم وردګ، زوی حامد وردګ په ۲۰۱۸ کي د فلوریډا په میامي ښار کي جنسي تېری باندي کړی دی.

د حامد وردګ پلار، رحیم وردګ، څو کاله د افغانستان د دفاع وزیر وو، او په ۲۰۰۹ کي يې خپل زوی، حامد وردګ، ته د (۳۶۰) میلونو ډالرو په ارزښت قرار داد ورکړی وو.

نیویارک پوسټ لیکي حامد وردګ خورا زیاتي پیسې لري. د نایټ کلبونو شوقي دی. او د خپل باد راوړلي ثروت په ښکاره کولو کي د هیچا پروا نه لري.

اغلې سارا ګوولډن وايي حامد وردګ یو خشن سړی دی، او مدام له تشدده کار اخلي. د اغلې سارا مدافع وکیل وايي،«حامد وردګ یو مریض او خطرناکه کس دی. او باید مخه يې ونیول سي.»

خو حامد وردګ وايي سارا غواړي پیسې تر لاسه کړي، او هغه غواړي چي سارا هغه شل زره ډالره بېرته ورکړي چي له ده څخه يې د خپل سپي د معالجې لپاره اخیستي وې.(نیویارک پوسټ)