نن به ټرمپ او عمران خان په سپینه ماڼۍ کي سره وویني
واحد فقیري
نن به ټرمپ او عمران خان په سپینه ماڼۍ کي سره وګوري، او ټاکل سوې ده چي د هغوی د خبرو محوري ټکی به د افغان د لانجې ختمول وي. د عمران خان سره د پاکستان د پوځ عالي رتبه مامورین هم شامل دي.
له یوې خوا، ټرمپ د ځان د بیا انتخابېدو لپاره د افغانستان د جنګ ختمولو ته ضرورت لري، او د بلي خوا عمران خان د پاکستان د اقتصادي مشکلاتو د کمولو لپاره د امریکا اقتصادي مرستو ته اړتیا لري.
پاکستانی سیاسي مبصر، احمد رشید، وايي،«د عمران خان دې سفر ته د خلګو توقع ډېره زیاته ده، خو امریکا یوازي د افغانستان په برخه کي علاقه لري.»
دا لا معلومه نده چي دا دوه پاپولسیټ سیاستوال به مشترک ټکي سره پیدا کړي او کنه، او ایا د هغوی تر مینځ به شخصي یارانه ټینګه سي او کنه.
احمد رشید علاوه کوي،«د پاکستان ګټه پدې کي ده چي د امریکا سره مرسته وکړي، خو د دواړو مشرانو د مزاج اټکل ګران دی. ځکه دواړه هر دم خیاله خلګ دي.»
امریکا پدې ښه پوهېږي چي د افغانستان جنګ نه سي ګټلای، نو لهذا واشنګټن کوښښ کوي چي له افغانستانه د وتلو یوه با عزته لاره پیدا کړي. (فاینانشل ټایمز)