خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

پر ملکي وګړو برید ظلم او فاجعه ده

محمدبشیر یوسفزوی
وسله والو طالبانو او تروریستي ډلو په دې وروستیو کې یو ځل بیا پر ملکي وګړو او عامه تاسیساتو بریدونه زیات کړي او د همدغو جنایتونو په ترسره کولو سره یې د ډېرو عامو او بې ګناه هیوادوالو ژوند اخیستی، نارامه کړی او د وېرې او وحشت فضا یې حاکمه کړې ده. دغو خدای ناترسره ډلو وروستی برید پلازمېنه کابل کې د کابل پوهنتون جنوبي دروازه کې د جمعې په ورځ وکړ چې یو شمېر هیوادوال په کې شهیدان او ټپیان شول. ولسمشر غني د دغه برید په غبرګون کې وویل، ”پر پوهنتونونو، روغتونونو، ملکي وګړو، ښځو او ماشومانو پر تمدن، دین او ملي عزت برید دی او هرڅوک یې چې مسوولیت اخلي ملي خاین، فاسق، فاچر او له اسلام څخه بې خبره دی.“
نوموړي په ټینګار سره وویل، سوله زموږ هدف دی، هیڅوک له ما څخه سولې ته زیاته اراده نه لري، مګر خشونت د یو بل د منلو لاره نه ده، د سولې مذاکرات چې کوي نو ولې پر ملکي وګړو برید کوئ. دا ظلم دی دا فاجعه ده او دا د رکود لامل کېږي، نه د پرمختګ. “
دا واقعیت دی چې  تلپاتې او باعزته سولې ته د ولسمشر غني ژمنتیا بېسارې ده، ځکه نوموړي د همدغې ژمنیتا او ارادې له امله چې سولې ته یې لري، له حزب اسلامي سره د سولې پروسه بریالۍ کړه او له افغان وسله والو طالبانو سره یې هم د سولې زمینه برابره کړه، نړیواله ټولنه یې قانع کړه چې د جنګ پرځای او یا د جنګ ترڅنګ باید د ستونزې سیاسي او سوله ییز حل ولټول شي او دا حل لاره بین الافغاني مذاکرات دي، ځکه چې افغانان هم د جرګو او مرکو خلک دي، هم خپلې ستونزې ښې ورمعلومېږي او هم یې په ښه توګه او حل او فصل کولای شي، نو په دې خاطر د سیمې او نړۍ ټولو هیوادونو د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ وکړ.
مګر وسله والو طالبانو د بین الافغاني مذاکراتو پرځای له وسله والو طالبانو سره مخامخ مذاکرات پیل کړل، دلیل یې دادی چې په بین الافغاني مذاکراتو کې تول کېږي، سلامت او ملامت معلومېږي، ستونزې او شکایتونه سنجول کېږي. پرېکړې کېږي دا چې وسله وال طالبان ځانونه ملامت ګڼي او داسې څه ورسره نشته چې دوی یې د معقول شکایت او ستونزې په توګه مطرح کړي، ځکه نو له بین الافغاني مذاکراتو څخه انکار کوي. حال دا چې سوله الهي امر او د ولس اساسي غوښتنه ده، مګر دوی د خدای له امر او د ولس له غوښتنې ځان غړوي.
ولسمشر غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو دسرښندنو یادونه او قدرداني  وکړه او وې ویل،  د دوی هره ورځ قربانۍ د دې شاهدې ورکوي چې موږ واحد ملت یوو، په زور او جبر مو څوک نشي تسلیمولای ، موږ له طالبانو د تسلیمۍ خط نه بلکې د باعزته سولې لپاره مذاکره غوښتې، ځکه چې  وژنې د ولس د بدمرغۍ او د وطن د تباهۍ لامل کېږي. د دې اړتیا ده چې موږ په پرمختګ فکر وکړو، دا وطن وحدت او د ټولو اتفاق غواړي. د ټولو افغانانو مشترک کور دی دا به کېږي او دا کېدونکي دي.