پټه مینه
( د عطایي ملا دا شعر چي د ( سهیک عطایي ) په نوم په
وږمه مجله کابل لومړۍ ګڼه ۱۳۵۳ ش ۱۹۷۵ءکال چاپ سوی دی تاسو سره یې یوار بیا شریکوو )
د یو پټ عشق له هیبته
یا د سوي سوز له سازه
د ترخو اوبو له زوره
یا د تورو! له اندازه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ساقي له بد نیته
د ګردش له ستړي رازه
د رسوا زاهد له بیري
او د سرو! له راز ونازه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د یاد په خیال خانه کي
دې متروکه بتخانه کي
ستا د سترګو ګردشونه
ستا د شونډو شبخونونه
د هربت نازک اندام ته زلزلې سي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په وهمي خیالي جهان کي
چي ارزو په غوړیدو سي
چي ویرژلي وچي شونډي
د یو ګل په ښکلیدو سي
د هوس موج چي پرهیز له
د ساحل په ماتېدو سي
یا چي پټه ګناه لڅه
د ثواب په پټېدو سي
زما ناکامه هوسونه
دا لار ورکي تدبیرونه
ستا د څڼو په تیارو کي
ستا د سترګو په پیالو کي
هوري ،دوري سرګردانه قافلې سي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
خوب چي وینم ژور سیند کي
مرغلرو کي راګير یم
د ختن سوداګري کړم
د هوسۍ د ملک امیر یم
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
خو! چي تش لاس بیرته راګرځم
د ناکام سفر په ویر یم
ګریوان لوند کوګل ختلی
د یوخیال په بند اسیر یم
زما د اوښکو کاروانونه
زړه ته تېر رنګین داغونه
ستا د غاړي و زنیت ته
ستا د لاسو نزاکت ته
د بڼو په تار پیلي در دانې سي