د ډیورنډ لاین په برخه کي د امریکايي وکیل غیر مسولانه څرګندوني

واحد فقیري
د امریکا د ولسي جرګې استازی، براډ شېرمن، د متحده ایالاتو پر حکومت ږغ وکړ چي د کابل حکومت دېته تشویق کړي چي د ډیورنډ لاین په رسمیت وپېژني، ځکه ګرده جهان همدا لیکه د افغانستان او پاکستان تر مینځ رسمي سرحد ګڼي.
براډ شېرمن دا څرګندوني د سې شبنې په ورځ د عمران خان په حضور کي وکړې.
تبصره: د براډ شېرمن څرګندوني په کلکه غندم، او زه پدې باور یم چي دا مسله د براډ شېرمن تر سویې لوړه ده. شېرمن باید په افغانستان کي د امریکايي اشغال د روانو جنګي جرمونو په اړه مسولیت احساس کړي، او د افغانستان په تاریخي لانجو کي ځان لتاړ نه کړي.