خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

واشنګټن ته د عمران خان سفر

واحد فقیري

په مجموع کي، عمران خان له واشنګټنه خوشحاله او کامیابه ستون سو. هغه پدې وتواندی چي د ټرمپ سره خپل شخصي او حکومتي روابط ترمیم کړي. د افغانستان د کشالې د فیصله کولو په برخه کي د پاکستان محوري نقش تر یو حده تثبیت کړي، او حتی ټرمپ دېته مجبوره کړي چي ووايي،«پاکستان به زموږ سره له افغانستانه د راوتلو په برخه کي مرسته وکړي.»

د سپیني ماڼۍ په مطبوعاتي ناسته کي، عمران خان ته د ټرمپ چاپلوسي دا وښوده چي ټرمپ له افغانستانه د راوتلو په برخه کي څونه تلوسه او عجله لري. د ټرمپ دا تلوسه د افغانانو لپاره څه سوچ او فکر خبره ده. او هغه دا چي موږ باید پدې پوه سو چي د امریکا اشغال ختمېږي،او باید د سبا لپاره ځانونه چمتو کړو.

د عمران خان د خوشحاله کولو لپاره لافوک ټرمپ یو ځل بیا له ګېره ووت، او د افغانستان د «تباه کولو» تهدید يې وکړ. ټرمپ دونه کودن او احمق دی چي پدې نه پوهېږي چي هیڅوک یو بسته ملت نه سي پوپنا کولای. امریکا یوازي تېر کال په افغانستان د خپل «مور بم» په شمول پر افغانانو باندي قریب اووه زره بمونه واورول، خو نتیجه يې فقط د امریکا تاریخي شکست او رسوايي سوه. عمران خان ته عذر او رازۍ سوې.

بلخوا، د ټرمپ د جنون په ارتباط د اشرف غني د «وضاحت» غوښتلو خبره واقعا د شرم او بې ننګۍ بې ساري بېلګه ده. راځئ چي د ارګ پر بې همتۍ باندي څه مکث وکړو. اشرف غني پدې برخه کي د څه وضاحت غواړي؟ ټرمپ وايي زه دي تباه کوم، او اشرف غني ورته وايي چي وضاحت را کړه! پدې برخه کي د ارګ اعلامیه دونه سسته او نرمه وه چي د هر افغان د شرم او خجالت سبب ګرځي.

په آخر کي باید دا هم زیاته کړم چي امریکا ته د عمران خان د سفر په ترڅ کي په واشنګټن کي د افغان د دپلوماسۍ ماشومتوب، ناپوهي، او بې سلیقه ګي هم ښه رابرسېره سوه. په یوه کلام کي، په واشنګټن کي د اشرف غني دپلوماتیکه دستګاه بې کفایته او بیده ده.‌ هر یو ئې د ځان په غم کي دی. هیڅ ډول همکاري په کښې نسته. هیڅکوک د ملي آرمان لپاره کار نه کوي. خو مدام د یو بل پر ضد غیبت او پوس پوس حتما کوي.