د امریکا د خارجه وزیر نوی ټویټ

واحد فقیري
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، مایک پامپیو، په خپل تویټر کي لیکي: د جمهورریس اشرف غني سره مو پرون ښه مجلس درلود. موږ پدې موافقه وکړه چي اوس د دې وخت رارسېدلی دی چي د افغانستان د جنګ د ختمولو په منظور د سولي هلي ځلي لا ګړندۍ کړو، او یوې موافقې ته ورسېږو. ټول طرفونه باید د افغان د سولي د پروسې د مخته ټېله کولو لپاره لسټوني راونغاړي.