خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د امریکا لوی درستیز: موږ د افغان سولي ته محتاطانه خوشبین یو

واحد فقیري

د متحده ایالاتو د نظامي قواوو لوی درستیز، جنرال جوسیف ډنفورډ، وايي،«موږ د افغان د سولي په تړاو محتاطانه خوشبین یو. ځکه په څه چي همدااوس سفیر خلیلزاد لګیا دی، داسي شیان دي چي موږ پدې تېرو اتلس کلونو کي نه دي لیدلي.»

د امریکا ټاپ جنرال، ډنفورډ، زیاته کړه،«خلیلزاد د طالبانو سره په پراخو او اړخېړو خبرو لګیا دی.»

هغه وویل د افغانستان د سولي لپاره شرایط سم دي، او د ډایالوګ او مصالحې دروازې خلاصي سوي دي. هغه زیاته کړه،«له اسلام آباد څخه د سولي او مصالحې په ارتباط داسي مثبت او عالي څرګندوني کېږي چي موږ پخوا نه وې اورېدلي. بلخوا، په دوحه کي د بین الافغاني ډایالوګ په برخه کي ښه مومنیټم ایجاد سوی دی.» (منبع: رویټرز)