څو مهم خبرونه
واحد فقیري
اشرف غني د سولي عالي شورا منحله کړه. او لدې راوروسته به د سولي ټولي چاري د سولي د وزارت پر غاړه وي. سلام رحیمي د دې وزارت مشر دی. (مجیب مشال)
له هغه وخت راهیسي چي خلیلزاد بیا کابل ته رسېدلی دی، اشرف غني او هغه څلور ځله سره کتلي دي. دا خبري د سولي د لاري پر نقشې او پر مذکراتي ټیم باندي تمرکزي وې.(مجیب مشال)
تامس جانسن:
مشهور امریکايي افغانستان شناس، پروفسور تامس جانس، په خپل ټویټر کي لیکي: زه فکر کوم چي د دې قوي احتمال سته چي غني به د سپټمبر انتخابات کېنسل کړي. د انتخاباتو مستقل کمېسیون (۴۰۰) زره ګوسټ رايه ورکونکي له لیسته وایستل. دا د غني لپاره یو ستر بایلات دی. زه پدې هیڅ باور نه لرم چي غني به په شفافو او عادلانه انتخاباتو کي کامیابه سي. زه فکر کوم چي غني خپله هم پدې ښه پوهېږي.