خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

خلیلزاد ته د جنرال سکاټ اومیرا، سپارښت

واحد فقیري

امریکايي جنرال، سکاټ اومیرا، لیکي: پدې کي باید هیڅ شک و نه کړو چي د خلیلزاد اوسنۍ دپلوماتیکي هلي ځلي مشکلي او ستونزمني دي، خو د خلیلزاد روانه ډپلوماسي پر ټولو هغو استدلالونو باندي بهتره ده چي د جنګ د دوام لپاره دلته او هلته کېږي. «نو لهذا، اې خلیلزاده: قوي واوسه. استقامت او مقاومت وکړه. او هیڅکله دې منفي ګرایانو ته توجه مه کوه.»

جنرال اومیرا ادامه ورکوي او لیکي: دا منفي ګرایان، لکه د امریکا پخوانی سفیر راین کراکر او د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني، له امریکا څخه غواړي چي د طالبانو سره خبري سټاپ کړي، او بېرته د جنګ میدانونو ته ور ودانګي. خو هغوی د جنګ د ختمولو لپاره هیڅ بدیل نه لري. هغوی پر نظامي حل باندي ټینګار کوي، حال دا چي د افغان جنګ نظامي حل نه لري. (منبع: د نشینل اینټرسټ)