واشنګټن پوسټ: د افغانستان د جمهوري ریاست لپاره کمپېن پیل سو
واحد فقیري
اشرف غني د سختو امنیتي تدابیرو لاندي خپل انتخاباتي کمپېن شروع کړ، خو فقط څو ساعته وروسته د غني پر ملګري امر الله صالح باندي حمله وسوه.
اکثره افغانان پدې باور دي چي تر انتخاباتو د طالبانو سره سوله حیاتي اهمیت لري. که څه هم اکثره افغانان د اقتصاد او د روان جنګ په اړه د غني له حکومته ناخوښ دي، خو غني د انتخاباتو د کولو لپاره مصمم دی. هغه ګومان کوي چي رسمي مقام او د حریفانو نفاق به يې کومک ورسره وکړي.
کله چي د غني د انتخاباتي کمپېن غونډه ختمه سوه، د کابل یوه دوکاندار د غني پلویانو ته په تروي تندي او بې باوري کتل. هغه وویل،«د افغانانو لپاره یوازي یو شی اهمیت لري، او هغه سوله ده.» نعمت الله زیاته کړه،«انتخابات به هیڅ ګټه و نه لري. نه غني، نه عبدالله، او نه هم بل کاندید سوله راوستلای سي.» (واشنګټن پوسټ)