خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

پمپیو: ټرمپ امر کړی، چي په افغانستان کي د امریکایې عسکرو شمېر را کم کړم

واحد فقیري

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، مایک پامپیو، د دوشنبې په ورځ په ډاګه وویل چي جمهورریس ټرمپ امر ورته کړی دی چي د ۲۰۲۰ تر انتخاباتو پوري په افغانستان د امریکايي عسکرو شمېر راکم کړم.

هغه وايي،«د امریکا جمهورریس ما ته همدا هدایت او امر کړی دی. ټرمپ پدې برخه کي هیڅ شک او تردد نه دی پرېښی: او هغه راته ویلي دي چي دا جنګ ختم کړه. عسکر راکم کړه. البته، د عسکرو په راکمولو کي به موږ یوازي نه وي.»

پامپیو وویل په افغانستان کي د امریکايي عسکرو رالږول به ټرمپ ته زما د وظیفې او خدمت ښکاروندی وي. هغه زیاته کړه،«د عسکر راکمول یوازي زما توقع نه ده،‌ بلکي زما د وظیفې د ساتلو مسله هم ده.» هغه وویل امریکا هیلمنه ده چي په ټوله سیمه کي زموږ د عسکرو د موجودیت ضرورت راکم سي.

د امریکا نظامي چارواکو له افغانستانه د امریکايي عسکرو د چټک راایستلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده، خو ټرمپ خلیلزاد ته امر کړی دی چي باید د عسکرو د راکمولو لپاره یوه معامله ترلاسه کړي.

پامپيو وايي،«موږ فکر کوو چي د تشدد د راکمولو او د یوې داسي مصالحې لپاره د حللاره موجوده ده چي هم په افغانستان کي د امریکا ترورسټي ضد کوښښ ښه نتیجه ورکړي، او هم د متحده ایالاتو د تروزیزم ریسک راکم کړي.» (مبنع: واشنګټن پوسټ: جولای ۲۹، ۲۰۱۹)