ملګري ملتونه: په ۲۰۱۹ کي افغان او امریکایې ځواکونو تر طالبانو زیات ملکي کسان قتل کړي دي
ملګري ملتونه: په ۲۰۱۹ کي افغان ځواکونو او امریکايي عسکرو تر طالبانو زیات ملکي کسان قتل کړي دي
د ملګرو ملتونو رپوټ وايي چي د ۲۰۱۹ په اولو شپږو میاشتو کي افغان او امریکايي عسکرو تر طالبانو او نورو مخالفانو زیات ملکي افغانان قتل کړي دي.
د ملګرو ملتونو رپوټ وايي چي زیاتره ملکي افغانان د امریکايي قواوو د عملیاتو په ترڅ کي قتل سوي دي. بمباري او شپني عملیات د دې تلفاتو اصلي عامل دی.
رپوټ وايي چي ۴۰۳ ملکي کسان افغان عسکرو او ۳۱۴ بین الملي قواوو قتل کړي دي. خو طالبانو او داعش جمعا ۵۳۱ کسان وژلي دي.
پدې تېرو شپږو میاشتو کي جمعا ۴۰۰۰ ملکي کسان وژل سوي او یا ټپي سوي دي.
تر اوسه پوري د کابل حکومت او د ناټو قواوو د دې رپوټ په هکله څه نه دي ویلي دي.