خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

ګبارډ: ټرمپ د افغانستان په اړه امریکایان غولوي

واحد فقیري

د امریکا په کانګرس کي د هاوايي ایالت استازي او د جمهوري ریاست لپاره دیموکرات کاندیده، اغلې تولسي ګبارډ، وايي د ټرمپ دا وعده چي له افغانستانه به امریکايي عسکر ژر راوباسي، د امریکایانو د غولولو لپاره کوي.

اغلې ګبارډ په عراق کي جنګېدلې ده. هغه وايي که انتخاب سي، له افغانستانه به ټول امریکايي عسکر سمدستي راوباسي.

اغلې ګبارډ وايي د عراق په اړه موږ ته دوراغ وویل سو. جمهورریس بوش راته وویل چي صدام حسین د عامي تباهۍ وسلې لري، خو دا یوه درواغجنه ادعا او خیانت وو.

هغه وايي همدااوس ئې د تره زوی په افغانستان کي عسکر دی.

هغه وايي زه به د خپل جمهوري ریاست په اول کال کي ټول امریکايي عسکر له افغانستانه راوباسم.«موږ باید دا عبث جنګونه ختم کړو.» (د هیل)