خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

نیویارک ټایمز: د تیري هفتې تلفات

واحد فقیري

تېره اوونۍ د افغانستان په ګوټ ګوټ کي لږ تر لږه ۱۱۲ عسکر/پولیس او ۶۹ تنه ملکي وګړي وژل سوي دي. تر ټولو مرګانۍ حمله د فراه د بالابلوک په ولسوالۍ کي وسوه. هلته یو سرویس موټر پر ماین وخوت، او د ښځو او ماشومانو په شمول يې کم تر کمه ۳۵ کسان ووژل، او په لسهاوو نور يې ټپیان کړل.

په فاریاب کي، طالبانو پر کومندو عسکرو باندي حمله وکړه، ۸ تنه کومندو عسکر او ۱۴ نور عسکر يې ووژل.

په کندهار کي، یوه نفوذي افغان عسکر دوه امریکايي عسکر ووژل. حمله کونکي ګرفتاره سو، او اوس د امریکا په توقیف کي دی.

پدې هفته کی، ملګرو ملتونو اعلام وکړ چي د ۲۰۱۹ په اولو شپږو میاشتو کي ۱۴۰۰ تنه ملکي کسان وژل سوي دي چي ۵۲ ٪ يې افغان او امریکايي قواوو قتل کړي دي. زیاتره ملکي کسان د په بمباریو او شپني عملیاتو کي قتل سوي‌ دي.‌