خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

پر امر الله صالح باندي مرموز اټک

واحد فقیري

په افغان میډیا کي د کابل په زړه کي پر امر الله صالح باندي حیرانونکی برید ته چندان توجه نه ده سوې. خو کله چي څوک پدې باره کي د طلوع نیوز مستند راپور وګوري، د هر چا په ذهن کي ځیني مرموز سوالونه مطرح کېږي.

جالبه خبره دا ده چي امر الله صالح وايي چي افغان استخباراتو مخکي له مخکي د یوې حملې خبر ور کړی وو. خو بیا هم امر الله صالح په خپل دفتر کي وو، او چندان احتیاطي اقدامات او ترتیبات يې نه ول نیولي.

له شواهدو څخه داسي ښکاري چي امر الله صالحګک د ځان د بچولو لپاره په تاتکیکي لحاظ درست او هوښیار ګامونه اخیستلي ول، خو په ستراتیژیکي لحاظ يې سخته خطا کړې ده.

موږ ټول پدې ښه پوهېږو چي د اشرف غني په دار و دسته کي امر الله صالح د طالبانو سره د سولي د مذاکراتو مخالف دی. هغه ذاتا یو دار داري سړی دی. او د سټیف کول د کتاب (د یس ریاست) په حواله د سیا اصلي چوکره او معتمد دی. سیا څو ځله امریکا ته د ټرېنیګ لپاره راوستی دی، زیاتي پیسې او قرار دادونه يې ورکړي دي.

صالحګک په خپل ټول دوران کي د امریکايي اشغالګرانو لپاره د محبسونو او بندیانو په برخه کي زیات خدمات کړي دي. او په اصطلاح په افغانستان کي د امریکايي محبسونو او شکنجو د صنعت او بزنس مخکښ کس دی.

دا چي زه وایم چي امر الله صالح په ستراتيژیکي لحاظ ښوېدلی دی، زما دلایل څه دي؟

زما باور دا دی چي امر الله صالح څه بیده غوندي ښکاري. دی فکر کوي چي امریکا اوس هم هغه پخوانۍ جنګي پالیسي مخته بايي، حال دا چي امریکا ګېر بدل کړی دی. او اوس د سولي او مذاکراتو خبري کوي.

خو له صالح څخه بس تللی دی، او دی په تم ځای کي بیده پاته سوی دی. په بل عبارت، صالح د امریکا د پالیسۍ همدا ستراتیژیکي شیفټ او بدلون نه دی درک کړی. او یا يې سر نه دی خلاص کړی.

اوس چي امر الله صالح د مذاکراتو پر خلاف نارې وهي، هغه د امریکا د اوسني سیاست سره راسا په ټکر کي دي.

زما ګومان دا دی چي پدې حملې کي څه نور مرموز لاسونه هم سته. زما ګومان دا دی چي پدې حملې کي صالح او امثالهم ته یو څرګند پیغام پروت دی. او هغه دا چي‌: خبردار! امریکا یوټرن کړی دی.

صالحګک د طلوع نیوز سره د خبرو په جریان کي څو ځله ووژل، او داسي ښکارېدله چي اوس د قضیې په عمق څه خبر سوی دی.

خلیلزاد د ازادي تیلویزیون سره په خپله تازه مرکې هم پر هغو افغانانو باندي سخت انتقاد وکړ چي د خارجي راډیو ګانو او تیلویزیونو سره کار کوي، خو د امریکا د سیاست پدې شیفټ باندي يې لا سر نه دی خلاص سوی، او د جنګ پخوانۍ بابولالي وايي.

زما باور دا دی چي پر صالح باندي اټک دا خلګ څه راوېښ کړل، او ښايي لدې راوروسته د صالحګک او راډیوګانو او تیلویزیونو په لحن او انداز کي یو څرګند بدلون وونیو.