څو مهم خبرونه
د امریکا اردو او استخبارات په افغانستان کي د داعش په باره کي د نظر اختلاف لري
د امریکا د پوځ او استخباراتو (سیا) عالي رتبه مامورین غرب او امریکا ته له افغانستانه د داعش د تهدید په اړه د نظر شدید اختلاف لري. پنتګان او سیا له ډېر وخت راهیسي د افغانستان په اړه مخالف نظرونه لري.
د امریکا فوجیان په افغانستان کي د داعش خطر غټ او خطرناکه ترسیموي، خو سیا مخالف نه نظر لري، او وايي داعش په جهان کي د تروریزم د خورولو قابلیت نه لري. سیا وايي په افغانستان کي داعش سیمه ایز مشکل دی، او تر غرب طالبانو ته ستر تهدید دی.
متقاعد جنرالان، جک کېن او دېویډ پیټریس، د ټرمپ اداره دېته هڅوي چي په افغانستان کي څو زره خاص ضد تروریزم امریکايي عسکر وساتي. هغوی وايي دا به هم د ترورسټانو او هم د افغان حکومت د راړنګېدو مخه ونیسي.
جنرال کېن وايي پدې ۱۸ کالو کي امریکايي عسکرو پر امریکا باندي د ترورسټي حملو ممانعت کړی دی. هغه زیاتوي پدې برخه کي «له طالبانو څخه د ضمانت او تضمین انتظار یوه بابېزه خبره ده.»
خو سیا وايي په افغانستان کي داعش داسي سیمي کنټرولوي چي چندان ستراتیژیکي اهمیت نه لري. هغوی وايي چي هیڅکله نه د افغان حکومت او نه هم امریکايي قواوو پر دې سیمو باندي پوره کنټرول درلودی. د داعش اصلي اډې کونړ او ننګرهار دي.
د امریکا نظامیان مدام د داعش شمېر زیات ښيي. خو سیا د هغوی تعداد کم ښيي. (نیویارک ټایمز: اګسټ ۲، ۲۰۱۹)
واحد فقیري