په دوحه کي د امریکا او طالبانو اتم روانډ خبري پیل سوې
واحد فقیري
په قطر کي د افغان د سولي لپاره اتم روانډ خبري د شبنې په ورځ پیل سوې. باخبره منابع وايي چي دا روانډ حیاتي اهمیت لري، او ښايي د افغان ۱۸ کلن جنګ ختم کړي. خلیلزاد د جمعې په شپه دوحې ته ورسېدلی وو. هغه په خپل تويټ کي لیکي ول،«موږ یوې ښې موافقې ته چمتو یو.»
د سولي په خبرو کي دخیل عالي رتبه چارواکي وايي چي ښايي د اګسټ تر ۱۳ مخکي یوه موافقه وسي.
طالبان وايي چي پدې روانډ خبرو کي به د هغوی ۱۹ کسیزه هیات برخه ولري. یو طالب چارواکی وايي،«د قواوو د ایستلو مسلې د سولي خبري اوږدې کړې، او موافقه يې وځنډوله.» طالبان وايي په هیڅ وجه به د امریکا د دایمي اډو سره موافقه و نه کړي.
د کابل یو دوکاندار مصطفی کریمي وايي،«امریکایان د سولي د موافقې لاسلیک کولو ته تلوسه لري. اوس داسي محسوسېږي چي یو سهار له خوبه راپاڅېږو، طالبانو به حکومت نیولی وي.» (رویټرز)