خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د امریکا سپین ترورسټي پرابلم

واحد فقیري

هر کله چي په متحده ایالاتو کي یوه ترورسټي حادثه پېښه سي، زما په شمول د ګردو امریکا مېشتو مسلمانانو سمدستي دعا دا وي،«خدای دي وکړي چي مسلمان نه وي.» او کله چي خبر سو چي حمله د داخلي سپین تروریزم سره تړاو لري، سمدسي د ستر رب «شکر» وباسو.

البته، د ټکساس او اوهایو ترورسټي حملې هر بشرپال انسان غمجن وي، او په تېره بیا دې ترورسټي حملو د امریکا قریب پنځه میلونه مسلمانان سخت خواشني کړي دي. د بې ګناه او بې دفاع خلګو قتل د نامردانو او بې همتو خلګو کار وي. د ټکساس او اوهایو ځناوران هم له انسانیته خلاص ول،‌ او هم له مېړاني.

خو احیانا که چیري د ټکساس او اوهایو په ترورسټي حملو کي مسلمانان دخېل وای، د ټرمپ حکومت، د امریکا دولت، او میډیا به دا خبره دونه شاربلې وای چي زموږ به يې زړونه را زخمي زخمي کړي وای.

جمهورریس ټرمپ به هیڅکله دا واهي او درواغجنه ادعا نه وای کړی چي دا خلګ دماغي او رواني مریضان دي! بلکي سمدستي به يې بیا د اسلام او مسلمانانو پر ضد خپلو زهرجنو تبلیغاتو او پروپاګند ته کش ورکړی وای.

امریکايي مسلمانان به مجبوره سوی وای چي بار بار د دې ترورسټي عمل غندنه وکړي.

د امریکا فدرالي پولیس، ایف بي ای، وايي چي په امریکا کي زیاتره ترورسټي حملې د سپینو نشنلسټو ترورسټانو کار دی. پدې څو کالو کي په امریکا کي سپین نشنلسټ افراطي تحریکونه دونه زیات سوي دي چي اوس یې د امریکا جامعه وارخطا کړې ده. دا خلګ عموما مسلح وي. په انټرنیټ او سوشل میډیا کي سخت فعال وي. او مدام خپل غړي د مهاجرینو د «اشغال» پر ضد راپاوری. هغوی وايي چي امریکا مهاجرینو اشغال کړې ده، او امریکایان باید د هغوی په «تصفیه کولو» لاس پوري کړي.

داسي ښکاري چي د امریکا د ۲۰۲۰ انتخابات به پر نژاد،‌ مهاجرت، او د جامعې پر قطبي کېدو باندي راڅرخي. همدااوس هم ټرمپ کوښښ کوي چي د امریکا ټولنه سره جلا کړي. نفاق پکي وپاشي. دوښمني زیاته کړه.

نو لهذا، ټول هغه افغانان چي په امریکا کي ژوند کوي، باید دا مسله جدي ونیسي. د انتخاباتو جریان په جدي توګه تعقیب کړي. او د سناتور سنډرز په کامیابه کېدو کي مرسته وکړي. ځکه غفلت او بې تفاوتي به د هیچا په ګټه نه وي. سناتور سنډرز په تجربه ثابته کړې ده چي بشرپاله، د اجتماعي او اقتصادي عدالت طرفداره، او د نژادي سیاست سخت مخالف دی.