خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

کاریزما (Charisma)

واحد فقیري

کله نا کله ځیني درانه لوستونکي زما په لیکنو کي د بعضو لغتونو د معنی په اړه پوښتني کوي. لدې کلمو څخه یوه «کاریزما» ده.

کاریزما د کامیاب سیاسي حاکمیت او مشرتوب لپاره یو حیاتي عنصر دی. که چیري یې په ساده الفاظو بیان کړم، کاریزما د لیډرشیپ «طلسم»، «کوالټي»، «وړتیا» او «سام» ته وايي.

کاریزما د مشرتوب هغه واقعي او غیر مريي وړتیا ته ده چي ځیني مشران يې تر ډېره حده ذاتا لري. خو په عین زمان کي کاریزما یو ذهني حالت هم دی چي د خلګو په کتو او ذهن پوري اړه لري.

دا چي ایا یو شخص او یا مشر کاریزماتیک دی او کنه، دا په خلګو پوري تعلق لري او هغوی په خپل ذهن کي دا فیصله کوي چي ایا دا شخص کاریزماتیک دی او کنه. ایا کاریزما لري او کنه.

په بل عبارت، په مشرانو کي کاریزما یوه آني او مهمه وړتیا ده. کاریزما سیاسي مشرانو ته مقناطیسي کشش او جذابیت ورکوي. زیاتره یو الهي سوغات دی. پر کاریزماتیک مشر باندي خلګ راغوڼدېږي. د عسلو غوندي وي.

په تاریخ کي، کاریزماتیک مشران د تخلیقي او انقلابي قوت خاوندان وي. هغوی عموما د خپل وخت او عصر د مشکلاتو، ایدیولوژي، او جنجالونو ها خوا ته فکر کوي. هغوی د دې ذهني قدرت لري چي د خپل وخت د سیاسي احساساتو او قطبونو ماسټر او مشر واوسي. هغوی د خلګو په قانع کولو کي یو الهي طاقت لري.

عموما، د یو ملت په سختو ساعتونو کي خلګ په کاریزماتیک مشرانو پسې ګرځي، ځکه خلګ فکر کوي چي د کاریزماتیک مشرانو سره د اجتماعي او سیاسي مشکلاتو د فیصله کولو طاقت او قدرت سته.

کاریزماتیک مشران طبقاتي، صنفي، سیمه ایز، او کلتوري سرحدونه ماتوي. هغوی مدام په تاریخ کي انقلابي څېرې وي. خلګ د هغوی اطاعت خود به خوده کوي، ځکه هغوی ته د یو فوق العاده شخص په سترګه ګوري.

د کاریزما د تشخیص لپاره یوه لاره دا ده کله چي تاسي په یوه مجلس کي ناستو کسانو ته وګورئ، که چیري یو چا د نورو خلګو توجه ورجلبه کړې وه، هغه شخص د څه کاریزما خاوند دی.

او بالاخره، کاریزما د مشرتوب هغه نادره کوالټي ده چي د خلګو وفاداري، اطاعت، او توجه ور جلبوي.