د قطر شیخ ټرمپ ته د افغان سولي په اړه ټلیفون وکړ

د پنجشنبې په ورځ د قطر شیخ تمیم بن حامد الثاني جمهورریس ټرمپ ته تيلفون کړی وو، او دواړو مشرانو په دوحه کي د امریکا او طالبانو تر مینځ د سولي پر روانو خبرو باندي بحث کړی وو. (رویټرز)
په دوحه کي، د طالبانو او امریکایانو تر مینځ خبري نن د شپې تر ناوخته پوري دوام درلود. سبا د جمعې ورځ ده، او ښايي خبري یا و نه سي، او یا څه وځنډېږي.
په دوحه کي د طالبانو د خبرو مشري عباس ستانکزی کوي، او د امریکايانو د هیات مشري سفیره، مالي في، کوي. ملا عبدالغني برادر په ازبکستان کي دی، او خلیلزاد په هند کي دی. (مجیب مشال د نیویارک ټایمز ژورنالیست.
واحد فقیري