له ناروې څخه د خلیلزاد ټویټ

پرون مي په ناروې کي ګټوره ورځ تېره کړه. ناروې د سولي د مذاکراتو لپاره د اسانتیاوو په برابرولو کي جهاني مقام او مشرتوب لري، او کولای سي چي د افغانستان د سولي په برخه کي هم مرسته وکړي. ما د ناروې خارجه وزیر ته زموږ د اوسنیو کوښښونو په اړه معلومات ورکړل. او دا مي ورته وویل چي اوس موږ د افغانستان د سولي په برخه کي چیري قرار لرو، او زموږ آینده ګامونه به څه وي. دا چي ناروې د مرستي لپاره ټټر ټکولی دی، زه يې قدرداني کوم.
واحد فقیري