د قطر د خبرو تازه جزیات

واحد فقیري
خلیلزاد قریب ۱۴ ساعته مخکي لا په جرمني کي وو. هغه وايي چي د جرمني څخه منندوی دی، ځکه جرمني له بین الافغاني مذاکراتو څخه فعال حمایت کوي. هغه وايي چي د جرمني د خارجه وزیر، ښاغلی مآس، سره يې د راتلونګو ګامونو په اړه بحثونه کړي دي.
د اشرف غني رژیم پر ازبکستان باندي انتقاد کړی دی چي ولي يې رسما د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ له طالب هیاته داسي تود هرکلی کړی دی. د کابل د غافلي دپلوماسۍ دا عکس العمل ازبکستان ته د طالبانو د سفر څخه دوې ورځي وروسته کېږي، او اساسي علت دا دی چي په افغان سوشل میډیا کي ازبکستان ته د طالبانو سفر تاوده بحثونه راپورته کړي ول. د غني پر بیده رژيم باندي زیات سیاسي طنزونه خپاره سوي دي.
اسوشیټید پریس لیکي چي د افغانستان انتخابات په شک کي دي، ځکه د طالبانو او امریکایانو تر مینځ موافقه رانژدې سوې ده. خلیلزاد ویلي دي چي انتخابات به ښايي د سولي پروسه وځنډوي.
په کابل کي زیاتره خلګ د موقتي حکومت راتګ پیشبیني کوي.
له قطره هیڅ نوی خبر نه دی خپور سوی.