امریکایې ځواکونو ته امر سوی، چي د طالبانو پر ضد عملیات ودروي
د امریکا د دفاع وزارت په افغانستان کي امریکايي عسکرو ته امر کړی دی چي د طالبانو پر ضد خپل ټول نظامي عملیات محدود او یا بېخي سټاپ کړي. دا امر پداسي وخت کي کېږي چي امریکایانو او طالبانو په قطر کي د اتم روانډ خبري پای ته ورسولې.
که څه هم د امریکایانو او طالبانو تر مینځ نهايي موافقه لا نده اعلام سوې، خو د پنتګان عالي رتبه نظامي چارواکي وايي چي د داعش پر ضد به نظامي عملیات روان وي، خو د طالبانو پر خلاف به ټول تهاجمي عملیات محدود سي، خو یوازي به د ځان دفاع کېږي.
دغه راز امریکايي مربیان به د افغان د پوځ روزنه، مشاوره، او کومک هم ختم کړي، مګر دا چي د امریکا د یوه عالي رتبه قومندان له طرفه تصویب سي.
لدې راوروسته به امریکايي خاص عسکر د طالبانو پر مشرانو باندي حملې نه کوي. (نیوز ویک)
واحد فقیري