د قطر خبري
واحد فقیري
که د طالبانو سره معامله وسي او کنه، ټرمپ به له افغانستانه زیات عسکر راوباسي.
که څه هم په قطر کي د امریکایانو او طالبانو وروستی روانډ خبري پرته له یوې معاملې څخه ختمي سوې، خو جمهورریس ټرمپ اراده لري چي له افغانستان زیات امریکايي عسکر راوباسي.
خلیلزاد به د چهارشبنې په ورځ واشنګټن ته راوسېږي، او د آینده ګامونو په هکله به د خپلو آمرینو سره سلا مشورې وکړي. داسي ښکاري چي طالبانو نه غواړي چي د افغان د حکومت له استازو سره خبري وکړي.
دغه راز، د اوربند په اړه هم کومه موافقه نه تر لاسه سوې. امریکایان پر اوربند باندي ټینګار کوي، خو طالبان يې ور سره نه مني.
په عین زمان کي، په کابل کي د امریکا سفارت تخلیه کېږي.(منبع: لاس انجلس ټایمز. اګسټ ۱۴، ۲۰۱۹)