خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

باعزته او تلپاتې سوله د ټولو په ګټه ده

مطیع الله سحر
مونږ ټول ګورو چې له دا دومره وخت راهيسې د سولې لپاره چې  کومې هڅې روانې دي. په دې هکله بار بار د جګړې له ښکېلو خواو سره چې هغه طالبان دي ليدنې کتنې شوي دي. او له هغوی څخه غوښتل شوي دي چې له جنګ څخه لاس واخلي او سولې ته غاړه کېږي. ځکه چې سوله له یوې خوا الهي امر دی او له بل لوري د ولس اساسي غوښتنه ده، خو ولس د پټو دروازو تر شا د جوړجاړي په پایله کې رامنځته شوې سوله نه غواړي، بلکې دوی د تلپاتې او باعزته سولې غوښتونکي دي.
ښاغلی غني هم غواړي چې هیواد ته سوله راولي خو پرته له وينې توېدو څخه، ښاغلي غني له طالباب مشرانو څخه غوښتي دي چې سوله وکړي او هغه هم د خبرو له لارې. خو دا چې دوی سوله د خبرو کولو له لارې نه غواړي نو افغان حکومت هم مجبور دې چې له خپل زور څخه کار واخلي. ځکه چې طالب نه له حکومته قوي دې، نه هم هغسې درنې وسلې لري کومې چې له افغان حکومت سره دي او نه هم له حکومت څخه زیات نفوس لري چې د دوی پر وړاندې په جګړه کې مقاومت وکړي. بل تر ټولو عمده خبره داده چې د جنګ تاوان افغانان ګالي، د جنګ دواړو لورو ته افغانان مري، نو د همدې لپاره حتمي او ضروري ده چې جنګ باید پای ومومي او خلک د ارامۍ، هوساینې او سوکالۍ ساه واخلي.
ټول په دې پوهېږي چې جګړه نه ګټونکی لري او نه په جګړه کې خېر شته او نه هم جګړه د انسانانو لپاره ده. ځکه چې خدای ج او زمونږه پېغمبر حضرت محمد ص دا خبره کړې ده چې تاسو سوله وکړئ او تر هر څه سوله غوره وګنئ. ځکه چې مسلمانان د یو بل ورونه دي او ورونه خو باید جګړه ونکړي ځکه چې دا دونیا فاني دې دو ورځې ژوند دې باید په خوشحالۍ سره تېر شي.
ښاغلي غني هغه څه یې چې له وس او تاون څخه وه هغه ټول یې طالبانو ته وويل. ښاغلي غني خو دا هم ورته ويلي دي چې راشئ سوله وکړئ څه چې غواړئ هغه به مونږه تاسو ته درکړو. تاسو ته به دې ښه ژوند زمینه برابره کړو تر څو ښه ژوند وکړئ. خو دا هر څه چې ښاغلي غني طالبانو ته وايي یوازې د هیواد او ولس د خېر لپاره یې ورته وايي چې ولس یې په امن کې شي او د بل له احتیاجه خلاص شي. حتا ښاغلی غني د هیواد او ولس لپاره له خپله سره هم ورته تېر دې خو چې هیواد او ملت یې خوشحاله او په امن کې وي.
سوله نه یوازې د ولس، بلکې په جنګ کې د ښکېلو خواوو حکومتیانو او طالبانو په ګټه ده، ځکه که په هیواد کې جنګ نه وي، نو دوه ګټې به وشي یو به د ولسمشر غني ټول فکر د هیواد ابادۍ ته شي او د دې لپاره به ښه امکانات او منابع ولټوي او په موثر ډول به یې وکاروي، دویمه ګټه یې داده چې د جنګ کوم لوړ لګښت چې دی هغه به د بیا رغاونې په برخه کې وشي او تر ټولو مهمه دا چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د منسوبینو او د عامو هیوادوالو ژوند به خوندي شي.