خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

کابلوف: د امریکا او طالبانو تر مینځ د سولي د موافقې تشریفاتي غونډي ته ور دعوت سوي یو

کابلوف: د امریکا او طالبانو تر مینځ د سولي د موافقې تشریفاتي غونډي ته ور دعوت سوي یو

د افغانستان لپاره د روسیې د جمهورریس خاص استاز، ضمیر کابلوف، د چهارشنبې په ورځ د روسیې ایزویستا ورځپاڼي ته ویلي دي چي مسکو د طالبانو او امریکایانو تر مینځ د سولي د معاملې آینده احتمالي موافقې ته دعوت سوی دی.

هغه وویل،«دا د طالبانو د مشرتابه شرط وو چي روسیه او چین باید د ضامنانو په څېر د دې موافقې لپاره ور دعوت سي.»

هغه زیاته کړه،«تر اوسه څه نهايي سوي نه دي. خبري رواني دي. کله چي دوی یو نتیجې ته سره ورسېدل، موږ هیلمن یو چي امریکایان به يې زموږ سره شریک کړي.» (منبع: افغانستان ټایمز)