د ټولو انتخاب سوله ده
مطیع الله سحر
ښاغلی غني نه یوازې سولې ته ژمن دی، بلکې سوله چې دا اوسني پړاو ته رسېدلې د ښاغلي غني د هلو ځلو او کوښښونو له برکته ده، ځکه هغه له سیمې او نړۍ سره د دوامدارو اړیکو او بحثونو په پایله کې سوله د جنګ د حل لپاره سوله ییزه او ښه لاره وبلله او هغوی یې دېته قانع کړل چې باید په دې برخه کې خپلې همکارۍ درېغ نه کړي.
ولسمشر غني غواړي چې هیواد ته تلپاتې او باعزته سوله راولي خو پرته له وينې توېدو څخه. نوموړي له طالب مشرانو څخه غوښتي دي چې سوله وکړي او هغه هم د خبرو له لارې. خو دا چې دوی سوله د خبرو کولو له لارې نه غواړي نو افغان حکومت هم مجبور دی چې له خپل زور څخه کار واخلي. ځکه څه موده وړاندې نوموړي د وسله وال پوځ سرتېرو ته په ټینګار سره وویل چې د سولې مذاکراتو تر پیلولو پورې د دښمن پر وړاندې خپلو بریدونو ته ادامه ورکړي.
جنګ نه یوازې د حل لاره نه ده، بلکې ګټونکی نه لري او تاوان یې په دواړو غاړو کې افغانانو ته اوړي، نو په دې خاطر د دې سخته اړتیا ده چې د جنګ او تشدد پرځای د جوړجاړي لاره غوره او اختیار شي. مونږه ټول ګورو چې له دا دومره وخت راهيسې د سولې لپاره چې کومې هڅې روانې دي. او په دې هکله بار بار د جګړې له ښکېلو خواو سره چې هغه طالبان دي ليدنې کتنې شوي دي. او له هغوی څخه غوښتل شوي دي چې له جنګ څخه لاس واخلي او سولې ته غاړه کېږدي.
سوله د ټولو په ګټه ده، ځکه چې هم د جنګ د دواړو لورو او هم د عام ولس ژوند په کې خوندي کېږي. د افغانستان د دښمنانو د مداخلو مخه نیول کېږي او د دوی لاسوهنه بندېږي. د هیواد د ابادۍ لپاره د دوی امکانات سره شریکېږي او ټول کولای شي چې په ګډه د ابادۍ په برخه کې کار وکړي. دا مهال طالبان له ولس سره په جګړه کې دي، ځکه چې په ښارونو، جوماتونو، پوهنتونو او عامه ځایونو کې د دوی د بریدونو زیان عام ولس ته اوړي، نو په همدې خاطر دې د جنګ او تشدد پرځای سولې ته لومړیتوب ورکړل شي.
ښاغلي غني هغه څه یې چې له وس او توان څخه و، هغه ټول یې طالبانو ته وويل. ښاغلي غني خو دا هم ورته ويلي دي چې راشئ سوله وکړئ څه چې غواړئ هغه به مونږه تاسو ته درکړو. تاسو ته به دې ښه ژوند زمینه برابره کړو تر څو ښه ژوند وکړئ. خو دا هر څه چې ښاغلي غني طالبانو ته وايي یوازې د هیواد او ولس د خیر لپاره یې ورته وايي چې ولس یې په امن کې شي او د بل له احتیاجه خلاص شي. حتا ښاغلی غني د هیواد او ولس لپاره له خپله سره هم ورته تېر دې خو چې هیواد او ملت یې خوشحاله او په امن کې وي. دا مهال د سولې زمینه او هیلې زیاتې شوي او باور دی چې هیوادوال به ژر د تلپاتې سولې لرونکی شي.