خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

کورنیو چارو وزارت کې تحرک ایجاد شوی

محمدبشیر یوسفزوی
په کورنوی چارو وزارت کې د نوې رهبرۍ له رامنځته کېدو سره په دغه وزارت کې ښه تحرک رامنځته شوی، پولیس تر پخوا زیات فعال شوي، جنایي پېښې راکمې شوې دي او هره ورځ موږ د دې شاهدان یوو چې مجرمین یا نیول کېږي او یا هم د خپلو بدرنګو اعمالو په جزا رسېږي او د مقاومت پرمهال وژل کېږي او له منځه ځي.
په دې کې شک نشته چې د ملي پولیسو په برخه کې لا ډېرو اصلاحاتو او کار ته اړتیا ده ، مګر روان وضعیت د خلکو باور او ډاډ ترلاسه کړی او امید دی چې دغه د اصلاحاتو بهیر به رنګ راوړي او وضعیت به نور هم د ښه والي لورته ولاړ شي.
ملي پولیس چې اوس خپلې اصلي دندې ته ور ګرځېدلي دي باید په مسلکي بڼه وروزل شي، ځکه چې له یوې خوا پولیس هره ورځ له عامو خلکو سره په اړیکه کې دي، نو د دې لپاره باید دوی ته دا ور زده کړل شي چې له عامو خلکو سره څه وړ چلند وکړي؟
له بل لوري دپولیسو مسلکي کېدل دمدني ټولنې مهم رکن دی، د ناوسله والو پولیسو شتون چې دیو لرګي په زور قانون پلی کوي، په یو هیواد کې دسیاسي ټیکاو تر ټولو ستره نښه ده، مګر دا چې هم دې زموږ له پولیسو سره وسله وي او هم دې له خلکو سره ناسم او له تاوتریخوالي ډک چلند وکړي، دا نو نه د پولیس له شان سره ښایي او نه هم د قانون د تطبیق په برخه کې مرسته کولی شي.
د یو واکمن، بې طرفه او د باور وړ ارګان په توګه دپولیسو مسلکي توب، هغه معیارونه دي چې د قانون تطبیق، د جرمونو د کچې ټيټوالي، د مجرمنیو نیولو او د خلکو د ستونزو په حل کې اساسي مرسته کولی شي.
پولیس باید له قومي او تنظیمي ډلو راووځي او په ټوله معنى ملي شي او په مذهبي اخلاقو سمبال وي، له زړه نه اساسي قانون ومني، د ټولنې له دود او دستور نه خبر وي، خپله دنده یې په شعوري  ډول زده کړې، له خپلې ټولنې سره دیو امانت کاره په توګه په اړیکه کې وي او ځان د یو قانوني نظام دحکمونو پلی کوونکی وګڼي، د همدې لپاره د ملي یووالي حکومت او کورنیو چارو وزارت خپل فعالیت او اصلاحات پیل کړي دي، خو دې موخې ته رسېدل وخت ته اړتیا لري.
باور دی چې د پولیسو په لیکو کې پیل شوي اصلاحات به د دې لپاره بنسټ جوړکړي او د دې حرکت لوری به وټاکي، ځکه ولسمشر غني په دې برخه کې جدي او حکومت ورته ژمن دی چې په دې برخه کې عملي ګامونه واخلي او دهغې په پلي کولو کې ځواب ورکوونکی وي.
د پولیسو او خلکو تر منځ داړیکو روڼتیا او دپولیسو د دندې له اجرا کولو نه د ډاډ تر لاسه کولو په موخه باید په میاشتني ډول دخلکو له لوري څارنه وشي. تر هغې چې موږ وکولای شو ثابته کړو چې پولیس دیو ولسواکه نظام د ټینګولو وسیله ده.