ګالپ: ۵۰ ٪ افغانان وايي چي پیسې او یا نور شیانو ترې غلا سوي دي
ګالپ: ۵۰ ٪ افغانان وايي چي پیسې او یا نور شیانو ترې غلا سوي دي
د عامه افکارو د سروې مشهوره امریکايي موسسه، ګالپ، په افغانستان کي د امنیت، حکومتوالي، اقتصاد، او نورو مسایلو په اړه د عادي افغانانو نظریات راغونډ کړي دي. د ګالپ د سروې اوله مسله امنیت دی.
ګالپ لیکي ۵۰ ٪ فیصده افغانان وايي چي له هغوی څخه پیسې او نور شیان غلا سوي دي. فقط ۲۲ ٪ افغانان وايي چي پر محلي پولیسو باندي اعتماد لري. او یوازي ۱۳ ٪ افغانان وايي چي په شپه کي د قدم وهلو پر مهال ځان امن احساسوي.
واحد فقیري