د واشنګټن پوسټ سر مقاله: ټرمپ په افغانستان کي بری په ماتي بدلوي
واحد غقیري
که څه هم د افغانستان د ۱۸ کلن جنګ ختمول یو ښه اقدام دی، خو هغه لاره چي جمهورریس ټرمپ اخیستې ده، درسته نه ده. ځکه د دې تر مخه چي ټرمپ په خپل سر له افغانستانه د امریکايي قواوو د راوتلو اعلان وکړي، امریکايي مرکه چیان لګیا دي چي د طالبانو سره په بېړه د سولي یوه لړزانه موافقه لاسلیک کړي.
د واشنګټن پوسټ د اګسټ د ۱۹ سر مقاله وايي ټرمپ له افغانستانه د راوتلو لپاره په عجله کي دی، او غواړي چي سمدستي پنځه زره عسکر راوباسي، او دغه راز هغه غواړي چي د ۲۰۲۰ د انتخاباتو مخکي ټول امریکايي عسکر راوباسي.
واشنګټن پوسټ لیکي که چیري ټرمپ له افغانستانه سمدستي راووزي، د افغانستان حکومت به سقوط وکړي، طالبان به بیا خپل سخت استبدادي حکومت تاسیس کړي، د ښځو حقوق به پایمال سي، او افراطي ډلي به لا غښتلي سي.
د واشنګټن پوسټ سر مقاله وايي اکثره امریکایان له افغانستانه راوتل غواړي، خو په بېړه راوتل درست کار نه دی. د طالبانو سره معامله باید د طالبانو او حکومت تر مینځ یوې موافقې ته مشروطه وي. بل دا چي امریکا باید هلته د تروریزم ضد نظامي حضور ولري. که چیري ټرمپ د طالبانو سره په معامله کي دا شروطونه حذف کړي، په افغانستان کي به د امریکا کامیابي په شرمونکې ماتي باندي بدله کړي.
په همدې لړ کي، ښاغلی سیمون ټیسډال د اګسټ پر ۱۹ د ګارډین په اخبار کي لیکي که چیري ټرمپ پر همدې لاره روان وي، هغه به د طالبانو سره په څو آینده ورځو کي د سولي موافقه لاسلیک کړي. ټرمپ به ادعا وکړي چي د امریکا تر ټولو اوږد جنګ يې ختم کړ. هغه به دغه راز دا ادعا هم وکړي چي دا «د دې قرن» تر ټولو ښه معامله ده.
ښاغلی ټیسډال ادامه ورکوي او لیکي: ټرمپ به دا مسله په انتخاباتي کمپېن کي وکاروي، خو د افغان ولس ګټي به نه وي خوندي سوي، او هغوی به په یوه دوامداره جنګ کي راګیر وي. ټرمپ به په افغانستان کي ټولو دیموکراتیکو لاسته راوړنو ته شا کړي،او هر څه به په خطر کي واچوي.
ښاغلي ټیسډال په آخر کي لیکي که چیري ټرمپ په هر صورت غواړي چي له افغانستانه ووزي، هغه باید دا کار مسولانه او په تدریج وکړي، او د تېرو کلونو لاسته راوړني ضایع نه کړي. افغانستان یو مات او ګوډ هیواد وو، او غرب يې د جوړولو او فکسولو ژمنه وکړه. موږ باید پر خپلو وعدو وفا وکړو.