د خپلواکۍ سږنی جشن له نورو کلونو متفاوت دی
مطیع الله سحر
په نورو کلونو کې به د خپلواکۍ ورځ یوازې د یوې غونډې په بڼه په مرکز او یا هم د هیواد په یو څو لویو ښارونو کې نمانځل کېدله، مګر سږکال د خپلواکۍ د نمانځنې ولسي رنګ ډېر پیاوړی دی او د هیواد په هره ګوښه، کلي، او څنډه کې موږ ګورو چې هیوادوال په ډېره خوښۍ د خپلو امکاناتو په رڼا کې د خپلواکۍ خوښي نمانځي.
د افغانستان خپلواکي په ۱۲۹۸ لمريز کال کې چې له ۱۹۱۹ ميلادې کال سره سمون خوري اعلیحضرت شاه امان الله خان ازادي له بریتانوي ځواکونو تر لاسه کړه، چې دغه ورځ هر کال په ټول هیواد کې نمانځل کېږي.
سږ کال هم په ټول هیواد کې افغانانو په ښه هوش او جوش سره ونمانځله چې له نورو کلونو سره یې ډېر زیات توپېر درلوده. ولسمشر محمد اشرف غني د دې ورځې لپاره ډېر زیات ځانګړي تدابير جوړ کړي وو. ټول هیواد یې د افغانستان په درې رنګه بیراغ او د شاه امان الله خان په تصویرونو باندې پوښلی وو. سړکونه کې یې ښایسته رقم رقم ګروپونه لګولي وو چې هر چا یې له نندارې خوند اخیست او د ویاړ احساس یې کاوه.
تر دې مهاله د هیواد د خپلواکي ورځ په داسې شاندارو مراسمو سره نه وه نمانځل شوې. خو د افغانستان اوسني ولسمشر محمد اشرف غني بیا د هیواد د خپلواکۍ سلمه کليزه په ډېرو خو او شاندارو مراسمو سره ونمانځله. ښاغلي غني وويل که چېرته دا ورځ مونږه په داسې جوش سره ونه نمانځو دښمن به داسې فکر وکړي چې د افغانانو هغه پخوانی زور نشته او نه هم د تېر غوندې په هیواد مين دي. خو ښاغلي غني دښمن ته د دې خبرې چانس په لاس ورنکړ چې هغوی داسې فکر وکړي. ښاغلي غني دښمن ته وويل چې دا افغانان همغه شان د پخوانیو افغانانو په څېر دي بدل شوي ندي، له هیواد سره یې مينه زیاته شوې ده او کمه نه، او هېڅکله به هم دښمن ته دا چانس ورنکړی چې په هیواد او یا هم پر ولس یې خبرې وکړي.
د هیواد د خپلوکۍ د سلمې کليزې لپاره چې له هیواده بهر هم کوم افغانان ول هغوی هم دا ورځ په خو شاندارو مراسمو سره ونمانځله. د همدې ورځې د نمانځلو لپاره افغانانو د ځان خطر هم په ځان اومانه خو دا ورځ یې ونمانځله. لکه څنګه چې په پاکستان کې یو شمېر افغانانو د خپلواکۍ ورځ نمانځله د پاکستان پولیسو هغوی ونيول او بندیان یې کړل. ځکه چې د پاکستایانو نه خوښېږي چې افغانان خوشحاله ووسي. او د خپل پر خپل هیواد باندې خوشحالي وکړي او نړۍ والو ته وښايي چې افغانان هم خوشحالي کولی شي او خوشحالي خوښوي.
د دې ورځې لپاره ګوګل هم خپله نوم د افغانستان په درې رنګه بیرغ باندې جوړ کړی وه. او همداشان برج خلیفه هم د افغانستان په درې رنګه بیرغ باندې پوښل شوی وه چې دا د افغانانو لپاره د ویاړ ځای دې او د دښمن لپاره له شرم ډک. نړۍ وال هم دې ته حیران شول چې له یوې خوا جنګونه، له بلې خوا داسې په خوشحالیو سره د خپلوکۍ ورځ نمانځي.