خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د خپلواکۍ د مبارکۍ اصلي حقدار زموږ  ویاړلي ځواکونه دي

محمدروښان ښاد
که د غازي امان الله خان په وخت کې هم وه، ازادي زموږ مېړنیو ځواکونو او غازیانو په ګډه واخیسته او که له هغه را وروسته تر دې مهاله ده، نو زموږ مېړني او امنیتي او دفاعي ځواکونه هره لحظه او هره شیبه د هیواد د ملي خپلواکۍ د ساتنې، پالنې او دفاع لپاره جنګېږي او مبارزه کوي، خصوصا په دې تېرو وروستیو اتلسو کالو کې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې زموږ مېړنیو امنیتي او دفاعي ځواکونو بېدرېغه قربانۍ ورکړي او سختې ستونزې یې ګاللې دي، نو په دې خاطر د خپلواکۍ د مبارکۍ اصلي حقداران زموږ مېړني امنیتي او دفاعي ځواکونه دي.
جمهوررئیس غني زموږ دغو اتلانو څخه د مننې پرمهال وویل: ”د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه مننه چې په ټول قوت او مېړانه یې د دې وطن پالنې ته ملاتړلې او د هغو کسانو د شیطانۍ نقشې یې چې د دې هیواد وراني او بربادي ته یې ملاوې تړلې وې، له منځه یووړې. تاسو د هغو مشرانو اصیل اولادونه یاست چې د دې هیواد خپلواکي یې وګټله. “
ولسمشر غني په تېرو کلونو کې په همدې خاطر نه یوازې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته پاملرنه زیاته کړې، بلکې هغوی یې تل یاد کړي، تقدیر کړي او ستایلي دي. د ده په وینا: ”زه د خپلو زړورو اولادونو په مېړانه او اتلولیو ویاړم او غواړم د دې مېړنیو د سرښندنو د قدردانۍ فرهنګ زموږ په منځ کې عمومیت پیدا کړي او بنسټي شي. په همدې لاره کې او د هیواد د خپلواکۍ  د دفاع ورځې په هرکلي د یو زر مډالونو عمده برخه مې سرتېرو، افسرانو او د امنیتي او دفاعي بنسټونو منسوبینو ته ځانګړي کړي. د هغو بله برخه مې علماو او روحانیونو، د پوهنتونو استادانو، ښوونکو، ممتازو مېرمنو، د شهیدانو او معلولینو وارثینو او د نورو شخصیتونو تقدیر ته ورکړې.
همدارنګه مې لارښوونه کړې چې د قول اردوګانو قومندانان تر ډګر جنرالۍ رتبې پورې ترفیع کولای شي او چا چې په دې رتبه کې خپل ټاکلی وخت پوره کړی، د هغه د ترفیع اجرات دې عملي شي. د پیلوټانو، ډاکټر او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د نورو منسوبینو د ترفیعاتو سیستم منظم شوی او د بست او تشکیل له نظره موجودې موانع مو لیرې کړې دي.
همدارنګه مو لارښوونه کړې چې په یو منظم چوکاټ کې د دې بنسټونو د ټولو ټپیانو او زیانمنو شويو درملنه وشي او په دې برخه کې به د تدارکاتو قانون تعدیل کړو، تر څو د دوی لپاره باکیفیته درمل برابر شي. زه له جناب ډاکټر صاحب عبدالله او دانش صاحب څخه شخصاً مننه کوم چې د تدارکاتو په هره غونډه کې یې ګډون کړی او موږ وکولای شو د امنیتي او دفاعي ځواکونو ټولو چارو ته رسیدګي وکړو. موږ نه غواړو چې زموږ سرتېري نور د غذا، لباس او نورو اړتیاوو له پلوه وځورېږي. دا ټول خدمات به د حکومت د رهبرۍ د لوړې کچې تر نظر لاندې اجرا شي. د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو د کورنیو د حقونو په اړه زموږ تعهدات به پر خپل ځای په همغه قوت وي.
موږ ټول د دې افرادو د شهادت منندوی یوو، جنتونه ورته غواړو، اما د وارثینو پر وړاندې یې دایمي مسوولیت لرو او د دوی کورنیو ته پر رسیدګي ټینګار کوم. موږ به د امنیتي او دفاعي ځواکونو خوراکي اړتیاوې د وطن له تولیدي موادو څخه پوره کړو، تر څو د ملي تولید ګټور څرخ په کار ولوېږي او بزګران، باغداران او ټول ملي تولیدونکي ورڅخه ګټه واخلي.“
نو هیله ده چې ولسونه هم د ښاغلي غني په څېر د خپلو اتلانو اتلولۍ وستایي او د دوی د سرښندنو او شهادتونو قدرداني وکړي.