خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

بریټ سټیفنس: د امریکا او طالبانو موافقه ګونګه ده

 

امریکايي سیاسي مبصر، ښاغلی بریټ سټیفنس، نن په نیویارک ټایمز کي لیکي دا مشکله ده چي څوک پوه سي چي د امریکا خارجه وزیر، مایک پامپيو، او طالبان پر څه شي موافقه سره کوي. ځکه پامپیو د طالبانو سره د خبرو جزییات پټ او مخفي ساتي. او حتی د سپيني ماڼۍ مامورینو ته اجازه نه ورکوي چي د هغه له حضوره پرته دي د معاملې جزییات وګوري.

خو لیکوال کاږي د دې موافقې بنیادي مسایل دا دي: امریکا به په ۱۴ میاشتو کي خپل ټول ۱۴۰۰۰ عسکر له افغانستانه باسي. مانا د ۲۰۲۰ تر اکټوبر پوري به ګرده امریکايي عسکر راوزي، او طالبان به وعده کوي چي پر امریکايي عسکرو به د وتلو په جریان کي حملې نه کوي. بل دا چي بیا به افغانستان د تروریزم په ځالي نه بدلېږي.

لیکوال په آخر کي لیکي که چیري مایک پامپیو د شرم څه احساس لري، هغه باید استعفا وکړي. ځکه د هغه پلان به ډېر ژر افغانستان د یوې فاجعې سره مخامخ کړي. خو لیکوال لیکي زه پوره باور لرم چي مایک پامپیو به استعفا و نه کړي.
واخد فقیري