الجزیره: ۶۰ ٪ افغانان وايي انتخابات به تحریم کړي
الجزیره: ۶۰ ٪ افغانان وايي انتخابات به تحریم کړي
الجزیره له کابله په خپل نوي رپوټ کي وايي چي د امنیتي ملحوظاتو په خاطر د افغانستان د جمهوري ریاست لپاره کاندیدان کمپېن نه کوي، اما یوازي اشرف غني لګیا دی او کمپېن کوي.
اکثره افغانان او کاندیدان د سولي لېوال دي، خو اشرف غني غواړي چي پنځه کاله نور هم په قدرت کي پاته سي.
رحمت الله نبیل وايي که چیري انتخابات سم اداره نه سي، اصلي ګټونکي په طالبان وي. هغه وايي حکومت کمزوری دی، او سیاستوال سره وېشلي دي.
واحد فقیري