هند باید په افغانستان کي ټول آپشنونه مرور کړي
هند باید په افغانستان کي ټول آپشنونه مرور کړي
د انډیا ټایمز نننۍ سر مقاله لیکي دا چي جمهورریس ټرمپ وايي چي هند، ایران، روسیه، او ترکیه باید په افغانستان د داعش پر ضد وجنګېږي، هغه دا څرګندوني په داسي وخت کي کوي چي واشنګټن د طالبانو سره د سولي په خبرو لګیا دی.
سر مقاله وايي امنیتي ماهران عقیده لري چي په کشمیر کي د نوي ډهلي نوي اقدامات د افغانستان د اوضاع سره تړاو لري. په بل عبارت، که امریکا له افغانستانه ووزي، هند غواړي چي چمتو واوسي. ځکه تېر ځل کله چي امریکا افغانستان ترک کړ، پاکستان د د سیا روزل سوي جهادیان کشمیر ته سیخ کړل.
سر مقاله په آخر کي لیکي ټرمپ توقع لري چي هند د خپل خاوري د حفاظت لپاره خپل اقدامات وکړي. نو لهذا نوي ډهلي ته پکار ده چي د افغانستان حالات په دقت وڅاري، او پدې برخه کي د روسیې، ترکیې، او ایران اقدامات هم وڅاري. د موډي حکومت باید د دې پر ځای چي د هند عنعنوي پالیسي تعقیب کړي، باید د طالبانو سره تماس ونیسي، او په احتیاط حرکت وکړي.
واحد فقیري