ټرمپ: نور ملکونه باید د داعش سره وجنګېږي
ټرمپ: نور ملکونه باید د داعش سره وجنګېږي
جمهورریس ټرمپ د چهارشنبې په ورځ وویل روسیه، پاکستان، عراق، ایران، ترکیه، او هند باید د د اعش پر ضد وجنګېږي، ځکه داعش د هغوی په چم ګاونډ کي دی. هغه وویل،«امریکا نه غواړي چي ۱۹ کاله نور د افغان جنګ ته دوام ورکړي.»
ټرمپ دغه راز وویل که چیري اروپا د داعش اسیر او بندي جنګیالي قبول نه کړي، هغه به مجبوره سي چي د داعش دا اسیر جنګیالي آزاد کړي. د داعش اکثره اسیر جنګیالي د جرمني، فرانسې او ۵۰ نورو هیوادونو دي.
هغه وویل،«زموږ سره همدااوس د داعش په زرهاوو جنګیالي اسیران او بندیان دي. اروپا مجبوره ده چي هغوی قبول کړي. که چیري اروپا دا کار و نه کړي، زه به مجبوره سم چي هغوی بېرته په جرمني، فرانسې، او نورو ملکونو کي خوشي کړم. موږ به هغوی په ګوانتانامو کي و نه ساتو،موږ به د هغوی مصارف پر خپله غاړه وا نه خلو.»
د سوریې په شمال کي همدااوس د ښځو او ماشومانو په شمول په زرهاوو د داعش اسیران ساتل کېږي. (رویټرز)
واحد فقیري