څرنګه د پېچ درې ته سوله راغله؟
څرنګه د پېچ درې ته سوله راغله؟
د کونړ د پېچ دره یو وخت د ( مرګ دره) په نامه مشهور وه. خو پنځه کاله پخوا کله چي لدې درې څخه امریکايي عسکر ووتل، اوس دا دره عموما آرامه او امنه ده.
د پېچ د درې اوسېدونکی قاري رحمان وايي کله چي دلته بین المللي عسکر ول، هره ورځ جنګ وو. بمونه، توغندۍ، او د راکټونو ګوزارونه ول.«د حکومت خلګو دلته ژوند نه سوای کولای.»
د دې درې بل اوسېدونکی، حاجي ګل حکیم، وايي کله چي په ۲۰۱۴ کي امریکايي عسکر لدې ځایه ووتل،«زموږ قومي مشران او ملایان طالبانو ته ورغلل،او هغوی ته يې وویل چي افغان عسکر او پولیس زموږ بچیان دي، او د هغوی وظیفه د دې هیواد ساتل دي. نو لهذا، که چیري طالبان پر هغوی باندي حمله وکړي، موږ ټول به د طالبانو پر خلاف وجنګېږو.»
هغه وايي دلته کرار کرار سوله او امن ټینګ سو. او محلي خلګو طالبانو ته وویل چي تشدد نه مني. اوس د هغوی د هڅو له برکته د کونړ او نورستان لاره خلاصه ده. پدې دره زیاتره صافيان اوسېږي.(ګندهارا: اګسټ ۲۲)
- واحد فقیري