واشنګټن پوسټ: د امریکا او طالبانو د موافقې د رانږدې کېدو سره اشرف غني پر انتخاباتو ټينګار کوي.
واشنګټن پوسټ لیکي په داسي حال کي چي د امریکا او طالبانو تر مینځ د سولي معامله رانژدې سوې ده، اشرف غني مصمم دی چي انتخابات باید پر وخت وسي. خو د اشرف غني منتقدین وايي چي سوله تر انتخاباتو زیات اهمیت لري، او سیاست باید د افغان ولس د سولي او امن مخه و نه نیسي.
اخبار لیکي له یوې خوا د انتخاباتو چارواکي وايي چي د رایو له ۷۴۰۰ مرکزونو څخه به ۲۰۰۰ تړلی وي، د بلي خوا، طالبانو تهدید کړی دی چي انتخابات به ګډوډ کړي.
زیاتره افغانان وايي چي اشرف غني د ملي ګټو پر ځای خپل شخصي سیاسي قدرت ته ترجیح ورکوي، او د یوه «دیکتاتور» په څېر عمل کوي. خو د غني پلویان وايي چي د هغوی لپاره د «جمهوریت» دوام زیات اهمیت لري.
د غني مخالفان وايي چي هغه د خپل کمپېن لپاره له دولتي امکاناتو څخه سو استفاده کوي. واشنګټن پوست لیکي د کابل ښار د غني عسکونو په سر اخیستی دی. په یوه ستر عکس کي هغه ژړه لنګوټه تړلې ده.(اکسټ ۲۴)
احد فقیري