خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د دوحې د خبرو وروستي جزیات

د دوحې خبري:
په داسي حال کي چي په قطر کي د طالبانو او امریکایانو تر مینځ د سولي نهايي خبري رواني دي، په واشنګټن کي د افغان د جنګ شوقیان د سولي مخالفت ته زور ورکړی دی، او د ټرمپ د پلان د ورانولو لپاره يې ملاوي تړلي دي. د سولي د مخالفانو یو مخکښ غړی جمهوريپال سناتور،ګراهام، دی.

ګراهام د افغانستان او عراق د اشغال سخت حامي دی، او په مینځني ختیځ کي د امریکا د نظامي هژموني د ساتلو لپاره کمپېن کوي. هغه وايي چي پر طالبانو باور کول ساده ګي ده. او واشنګټن مجبوره دی چي د امریکا د حفاظت لپاره د افغانستان اشغال او قتل او قتال ته دوام ورکړي.

ګراهام د امریکا د جنګي ماشین د خورېدو لپاره مدام کمپېن کوي، او د امریکا د نړیوال حاکمیت لپاره تل زیار باسي. جنګ طلب ګراهام د اسلام او مسلمانانو سخت مخالف دی، د تمدن د ټکر نظریې ته معتقد دی.

خلیلزاد:
خلیلزاد وايي چي امریکا به د افغان له نظامي قواوو څځه اوس او د طالبانو سره تر موافقې راوروسته هم ملاتړ وکړي. خلیلزاد د ځينو طالب چارواکو هغه څرګندوني ردوي چي وايي امریکا به د طالبانو تر موافقې راوروسته د افغان ځواکونو حمایت بس کړي.

د قطر خبري:
د قطر د خبرو په اړه چندان زیات معلومات نسته. خو دونه ویل کېږي چي د قطر پر وخت نن مازیګر به بیا دواړه طرفونه سره جرګه سي.

خلیلزاد هڅه کوي چي پدې آخر پړاو کي له طالبانو څخه څه امتیازات تر لاسه کړي، او خبري وځنډوي. دلته او هلته ټال چال وکړي. خو مسلمه خبره دا ده چي خلیلزاد به د سپټمبر د اولي څخه مخکي د قطر خبري ختم کړي.

خلیلزاد ډېر وخت نه لري، خو تر آخره پوري به کوښښ وکړي چي د امریکا حیثیت او برم وساتي. البته دا یوه بابېزه هڅه ده.
واحد فقیري